امنیت

ناټو دهليکوپتر دراغورځيدوپه پيښه کې دخپلو دولسو تنوسرتيرو وژنه تائيد کړه

کابل باختردکب دمياشتې ٢٦ :

 ناټو تائيد کړه  چې ددغه سازمان  دولس تنه عسکر په افغانستان کې ديو پوځي هليکوپتر دراغورځيدو په پيښه کې وژل شوي دي .

نن سهاردکابل دبګراميو په ولسوالۍ کې دناتو ديوهليکوپتر دراغورځيدو له امله  دولس تنه ترکي عسکر وژل شوي دي .

په افغانستان کې دناټو ځواکونو دخبرپاڼې په خپرولو سره دغه پيښه تائيدکړه  خو ويې ويل  چې ددوى لومړني رپوټونه ښي چې دغه هليکوپتر دفني ستونزې له امله راغورځيدلى دى   اودطالبانو دکوم بريدله امله نه . دا په افغانستان کې دناټو عسکرو لپاره ډيره  خونړۍ پيښه شميرل کېږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته