اقتصاد

نړیوال بانګ له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ

کابل باختر د کب د مياشتې ٢٠ :
په افغانستان کې د نړیوال بانګ مشر د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال سره
په لیدنه کې له افغانستان سره د وړيا مرستو پر دوام ټینګار وکړ .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:

د نړیوال بانګ مشر باب سام نن د اجرائیه ریاست له لومړي
مرستیال انجنیر محمدخان سره په لیدنه کې وویل چې نړیوال بانګ به د
ملي وحدت له حکومت سره خپلو وړيا مرستو ته دوام ورکړي .
د باب سام د څرګندونو له مخې: دوی به د روغتیا، ښوونې او روزنې ، کرنې او
مالدارۍ ترڅنګ په نورو بېلابیلو برخوکې له نوی حکومت سره مرستې وکړي .
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د نړیوال بانګ له
مشر باب سام څخه مننه وکړه چې له اوږدې مودې را هيسې يې له افغانانو سره
په ډیرو سختو شرایطو کې وړیا اوبې غرضه مرستې کړې دي .
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د نړیوال بانګ له مشر څخه غوښتنه وکړه چې
خپلو مرستو ته په هغو ځایونوکې دوام ورکړي چې د نا امنيو له امله د
حکومت له انکشافي برناموبې برخې پاتې شوي.
نړیوال بانګ چې په کال ۱۹۴۴ م کال کې جوړ شوی، له زياتو کلونو را په دې خوا
له افغانستان سره ډول ډول وړیا مرستې کوي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته