اقتصاد

يو ملياردو پنځه سوه پنځه شپيته مليونه افغاني عايد ترلاسه شوي دي .

کابل- باختر دمرغومي څوارلسمه
دروان کال په نهو مياشتو کې دبغلان ولايت  ددره صوف ، دهن تور ، تاله اوبرفک او دنهرين  دکانونو د ډبرو سکرو دپلورنې له پلوه يو ملياردو پنځه سوه پنځه شپيته مليونه افغاني عايد ترلاسه شوي دي .
دشمال د ډبرو سکرو دکانونو دتصدي رييس انجنير عبدالخالق صميم دباختر اژانس خبريال ته وويل په روان کال کې ددره صوف ، دهن تور ، تاله اوبرفک او دنهرين  له کانونو څخه دنهه سوه اته اتيا زرويو سلو نهه ويشتو ټنو ډبرو سکرو دپلورنې له پلوه  يو ملياردوپنځه سوه پنځه شپيته مليونه افغاني عايد ترلاسه شوي دي .
ده زياته کړه له دغو کانونوڅخه  د ډبرو سکرو په پلورنې سربيره همدا اوس لس زره اته سوه دوه شپيته ټنه  د ډبرو سکاره  ددغه رياست په ګوډامونوکې  زيرمه  دي .
  دشمال د ډبرو سکرو دتصدي رييس دعوايدو دزياتوالې علت دهيواد په دننه اوبهر کې  دمناسبو مارکيتونو جوړول او ډبرو سکروته  دخلکو او فابريکو زياته اړتيا او دکانونو دراايستلو په کچه کې ددغه رياست  دمنسوبينو هلې ځلې وبللي .
  ده څرګنده کړه چې دشمال د ډبرو سکرو د تصدي رياست دهيواد دماليې وزارت ته دڅه دپاسه دوه سوه  څلور نوى مليونو دوه سوه پنځوسو زرو افغانيو ماليې  دورکولو په پام کې نيولو سره دهيواد په کچه له ډيرو سترو ماليي ورکوونکو څخه بلل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته