ټولنه

د جنګ او تروريزم د قربانيانو د ملاتړ او درناوي نړيواله ورځ ونمانځل شوه

مهترلام باختر د وږي ۷مه
په لغمان ولایت کې د جنګ او تروريزم د قربانيانو د ملاتړ او درناوي نړيواله ورځ د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
دباختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې؛
له همدې امله په جوړه شوې غونډه کې د لغمان ولايت سرپرسدت والي شهزاده مظلوميار په تېر یوه کال کې د وسله والو مخالفینو له لوري په وسله والو نښتو، د ماینونو په چاودنو او دغه راز د راکټي بریدونو په ترڅ کې د لغمان ولایت په بېلا بېلو برخو رڼا واچوله.
ده وويل په تېر يوه کال کې ۵۶۴۴ کورنۍ چې نارینه، مېرمنې او کوچنیان په کې شامل دي زیانمنې شوي دي.
هغه زياته کړه د يادو شویو قرباني کورنیو د ملاتړ، د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د رسیده ګۍ او د هغوی د لاسنیوي په برخو کې د ولایتي ادارې په لارښوونه د پېښو پر وړاندې د مبارزې، سره میاشت، کار او ټولنیزو چارو، کډوالو چارو او د کلیو بیارغونې او پراختیا د ریاستونو، مرستندویه ادارو او د دې تر څنګ د شهیدانو او زخمیانو ورثه وو سره د بیت المال د ځانګړي کوډ څخه څه دپاسه ۳۰۶ میلیونه افغانۍ نغدي او دغه راز د ۵۰۴ ټنو په اندازه د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
په غونډه کې  په ختیځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې آغلې صبرینا حمیدي، د ولایتي شورا رئیس حاجي عتیق الله عبدالرحیمزي، د عالمانو شورا رئیس مولوي عبید الله الکوزي او د جنګ د قربانیانو د کورنیو په استازیتوب مجید الکوزي هم په خپل وار سره خبرې وکړې او د جنګ په ښکېلو غاړو یې غږ وکړ، چې د ملکیانو ژوند او د هغوی ستونزو ته د رسیده ګۍ په برخه کې خاصه پاملرنه وکړي.
ياده دې وي چې په غونډه کې د یادې موضوع په اړه د لغمان د سينماګرانو ټولنې له لوري تمثيل هم ترسره شو، چې غوره پيغام يې درلوده.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته