کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
دهېواد دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت ديوولسم تلين او دشهيد د اوونۍ دنمانځلو دکميسيون اعلاميه:
دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت دکاليزې درناوي په اصل کې دافغانستان درښتينوبچيانو دفدارکاري اوسرښندنې يادونه ده چې دخپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي نواميسو دساتنې په خاطر يې خپلې تودې وينې دهېواد اوخلکو د دفاع په لاره کې قرباني کړې .
دملي اتل دسرښندنو د درناوي او دخپلواکي، جهاد اومقاومت دلارې دشهيدانو اودشهيد د اوونۍ د درناوي په خاطر له ټولو رسنيو څخه غوښتنه کېږي چې دهېواد دشهيدانو لوړ مقام اودملي اوديني ارزښتونو د درناوي په پام کې نيولوسره خپل پروګرامونه عيارکړي او دهېواد درښتينو بچيانو د وينو په مقابل کې خپل ديني ،اسلامي اوهېوادني پور اداکړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ