ټولنه

د نيلي ښار د سړکونو د جوړولو کار پنځوس سلنه پرمخ تللى دى

٤٤- کابل /دلړم ٢٦مه /باختر
د نيلي ښار د سړکونو د جوړولو کار په ١٠٠کې ٥٠ پرمخ تللى دى او کار يې په چټکۍ سره دوام لري.
د فوايد عامې وزارت باختر اژانس ته خبر ورکړ چې دغه سړکونه د څه د پاسه ٨کيلومترو په اوږدوالي او د ١٤ مترو په سورسره جوړېږي چې لګښت يې ٦٣١ ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى چې د حکومت له خواورکول کېږي.
د دغو سړکونو د کار په بشپړېدو سره د نيلي ښار خلکو ته زياتې ترانسپورتي اسانتياوې برابرېږي او د ژوندانه د چاپيريال ساتنې حالت ښه کېږي.
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته