امنیت

دپوليسو دځواکونو دتصفيوي عملياتو په بهير کې نهه تنه ياغي طالبان ووژل شول يو ياغي ټپي او يوولس تنه نور يې ونيول شول

کابل باختر دزمري  څوارلسمه 

 دپوليسو دځواکونو دتصفيوي عملياتو په بهير کې نهه تنه ياغي طالبان ووژل شول  يو ياغي ټپي او يوولس تنه نور يې ونيول شول .

  دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دملي پوليسو ځواکونو د تيرو  څلورويشتوساعتونو  په بهير کې  په هرات ، کابل ، بلخ ، پکتيکا او  پکتيا ولايتونوکې دنا امنو سيمو دپاکولو په مقصد  يو لړ عمليات  ترسره کړل  چې  له امله يې نهه تنه ياغي طالبان ووژل شول  يو ياغي ټپي  شو او يوولس تنه نور يې  ونيول شول .

  دغه راز په دغو عملياتو کې  ددښمن درې کلاشينکوفونه ، ددرندو  وسلو يوه اندازه  مهمات او دوه موټرسايکلونه  په عملياتو کې  دشاملو ځواکونو  لاس ته ورغلي دي .

  دملي پوليسو  ځواکونو  دوسايطو ضد دوه ماينونه  چې دوسله والو مخالفينو له خوا دننګرهار او قندهار دولايتونو په مربوطاتو کې دترورستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي وو له چاودنې مخکې  کشف اوشنډ کړي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته