امنیت

په لغمان ولايت کې د راکټي بريد له امله ديوې کورنۍ يو غړى شهيد او پنځه تنه نوريې ټپيان شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
په لغمان ولايت کې د استوګنې په يوه کور د راکټي بريد له امله ديوې کورنۍ يو غړى شهيد او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
دلغمان دوالي ويندوى سرحدي ځواک دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه راکټي بريد تير ماښام د طالبانو له خوا دلغمان ولايت داليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دقلعه نجيل په سيمه کې په استوګنې په يوه کور وشو چې له امله يې د څلورو ښځو په ګډون پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دپيښې ټپيان د مهترلام ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون دمسوولينو دڅرګندونو له مخې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته