اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې يو ډالر زياتوالى راغلى دى

کابل- باختر دمرغومي دمياشتې  ٣٠ :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې ورځ په نسبت يو ډالر زياتوالي ليدل کيږي.
تيره ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر  په ١٢٥٤ډالره  وړاندې کيده، خو نن په ١٢٥٥ډالره  وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو دمارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٥٠ افغانيو، کويټي ٢٥٠٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٠٥٠ افغانيو ،بحريني په ٢٤٠٠افغانيو، عربي ٢٠٠٠ افغانيو، ايراني په ١٧٥٠ او يوګرام روسي سره زر په١٧٠٠افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته