خبرونهروغتیا

د قطر خيريه بنسټ دعامې روغتيا وزارت سره مرسته کوي

 کابل / د چنګاښ ١٦مه / باختر

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر وحيد مجروح نن د قطرخيريه بنسټ اجراييوي رييس محمدعلي الغامدي سره وکتل.

په دې غونډه کې دواړو لورو دعامې روغتيا له وزارت سره د قطرخيريه بنست د ګډې همکارۍ او د دغه وزارت پر اړتياو خبرې وکړې.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سره په ځانګړي توګه د کرونا ويروس په لومړۍ څپه کې د قطر د مرستو له امله مننه وکړه او قطر يې د افغانستان د روغتيا په برخه  کې يو مهم همکار وباله.

ډاکترمجروخ د قطر خيريه بنسټ سره د عامې روغتيا وزارت اړتياوې شريکې کړې او له الغامدي څخه يې وغوښتل چې د افغانستان دعامې روغتيا څانګه د تغذديې ، طبي تجهزاتو، د اکسيجن د توليد د دستګاو پيرودل، موروثي ناروغيو درملني د مرکز جوړول او د سرطان په ناروغۍ د اخته ماشومانو  په تېره بيا  د هډوکو د ماغزو تراسپلنت د درملني  د مرکز جوړول په خپل لنډ مهاله او اوږد مهالو پلانونو کې شامل  کړي.

محمدعلي الغامدي،  له افغانستان سره  د دغه بنسټ د دوامداره همکاريو خبر ورکړ          او زياته يې کړه چې ټاکل شوې ده  د قطر خيريه بنسټ به په کابل کې يو  دفتر  جوړ کړي چې له افغان حکومت سره خپلې مستقيمې همکارۍ ته دوام ورکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته