ورزش

په سالون کې دکرکټ سيالۍ پيل شوې .

-کابل  باختر دزمري  پنځلسمه :
په کابل کې دلومړي ځل لپاره دکرکټ ددولسو ټيمونو ترمنځ په سالون کې سيالۍ ترسره کيږي .
دغه سيالي پرون پيل شوې دي .
دباختراژانس دخبرله مخې، په لومړۍ لوبه کې دخبريالانو ورزشي ټيم په يوه  لوړ امتياز سره دحيات ټيم ته ماتې ورکړه .
ددغوسياليو مسوول حامدبابر باختراژانس ته وويل چې ددغوسياليو موخه په سالون کې دلوبو رواجول دي .
دده دڅرګندونوله مخې دغه سيالۍ  په څلورو ډلو کې ترسره کيږي او په هره ډله کې درې ټيمونه سيالي کوي .
دغه شپږ پړاويزې  سيالۍ چې په هر ټيم کې درې تنه لوبغاړي لوبه کوي پنځه ورځې دوام مومي .
  ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته