سیاست

جمهور رئیس غني د افغانستان ځانګړي ځواکونه د بندیانو د را خوشې کولو لپاره د فوق العاده عملیاتو د ترسره کولو له امله وستایل

کابل باختر دمرغومي دولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په هلمند ولایت کې د هغو ۵۹ تنو د را خوشې کولو لپاره چې طالبانو بندیان کړي وو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بریاليو عملیاتو د ترسره کولو قدرداني وکړه. 
جمهور رئیس وویل: ”دا عملیات د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا او توانایي ښیي.“ دغه عملیات ډېر پېچلي او سخت وو، چې د بېلابېلو قطعاتو تر منځ دقت، ژمنتیا او همغږي ته یې اړتیا لرله. هغوی یو مهم ماموریت ترسره کړ او زموږ بې ګناه خلک یې د افغانستان د دښمنانوله قید څخه ازاد کړل.
دا عملیات ځانګړې قطعې، له ترهګري سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو او د هېواد د ملي اردو د عملیاتي ځانګړي ځواک یوې برخې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د طالبانو په زندان  ترسره کړل.  د ځانګړې قطعې دغه عملیات د هلیکوپتر د بریدونو په ملاتړ ترسره شول، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په کې هیڅ تلفات وانه وښتل.
د افغان ځانګړو ځواکونو د ژغورنې دغه بریالی عملیات د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د تېرې میاشتې له عملیاتو وروسته، چې  په پایله کې یې ۶۰ تنه بندیان د طالبانو له قید څخه ازاد شول، ترسره شول. دا د خپلو هېوادوالو د سر او عزت د ساتلو لپاره د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو توانایي، زړورتیا، سرښندنه او ژمنتیا ښیي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته