امنیت

سمونيار رحيم الله رحيمي د اروزګان ولايت د عامه نظم نوی قومندان وټاکل شو.

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٨ مه
د روزګان ولایت مقام په انګړ کي سمونیار رحیم الله رحیمي د روزګان ولایت د عامه نظم د پولیسو د کنډک د نوي قومندان په توګه امنیتي او ملکي وګړو ته ور وپیژندل شو.
په دغو مراسمو کې  د روزګان  والي محمد نذیر خروټي، د ملي امنیت ریېس ذکریا خان عزیزي تر څنګ نورو امنیتي چارواکو هم برخه لرله.
خروټي له سمونیار رحیمي څخه وغوښتل چي خپله دنده په ښه توګه سره سرته ورسوي تر څو د خلکو او دولت ترمنځ واټن رامنځته نه شي.
خروټي  وویل چي اوس مهال د عامه نظم ساتونکو په لیکو کي د روزګانیانو ونډه ډیره کمه ده .
هغه پر روزګانیانو یي غږ وکړ چي خپل ځوانان د عامه نظم ساتونکو په لیکو کي شامل کړي تر څو د دغه ولایت پر امنیت باندي مثبت اغیز وکړي.
نوي ټاکل شوي قومندان سمونیار رحیم الله رحیمي هم ژمنه وکړه چي په روزګان ولایت کې به د امنیت په ټینګښت کي پوره هڅې وکړي تر څو په دغه ولایت کې امنیت تامین شي او روزګانیان هوسا ژوند وکړي.
رحیمي مخکې له  دې د روزګان ولایت د چارچینو ولسوالي د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کوله.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې په روزګان ولایت کې د سختو نښتو له پیلیدو وروسته د اروزګان ولایت د عامه نظم کنډک قومندان ډګروال شېرمحمد بریال  د خپلو پنځه شپیته  تنه ساتونکو،مهماتو او وسلو سره یو ځای وسله والو مخالفینو ته تسلیم شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته