روغتیا

په لوګر کې دايمرجسنۍ روغتون دڅانګې د بنسټ ډبره ددغه ولايت د والي له خوا کيښودل شوه

کابل باختردليندۍ دمياشتې ٥ :
په  لوګر ولايت کې د نايب امين الله خان  لوګري د ايمرجنسى روغتون  دبنسټ ډبره کيښودل شوه.
دباخترآژانس خبريال وويل : په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت ددغه  روغتون په انګړ کې  جوړه شوې وه  ددغه ولايت والي ، د ولايتي شورا رئيس او غړو  ، د دولتي ادارو رئيسانو او  ډاکترانو  پکې  ګډون کړى و  .
لومړى ډاکترمحمدظريف نايب خيل خبرې وکړې او ويې ويل  : دامين الله خان لوګري د ايمرجنسۍ روغتون څانګه  د يوسلو پنځوس مربع متره ځمکې  په ساحه کې په  دوو پوړونو کې  په پاخه ډول جوړيږي  چې د ناروغانو لپاره د بستر لپاره لس خونې  ، دوه اداري خونې او د نوکريوالانو لپاره يوه  خونه  لري .
ددغه روغتون ټول لګښت دوه اعشاريه دوه مليونه افغانۍ ده چې  دعامې روغتيا وزارت  له خوا ورکول کيږي .
دعامې روغتيا رئيس زياته کړه  ددغې ودانۍ کار به په   څوارلسو اوونيو کې پاى ته ورسيږي .
مخکې له دې  د لوګر ولايت د ايمرجنسۍ روغتون څانګې  په يوه کرايي کور خپل فعاليت تر سره کاوه  چې د دغې ودانۍ په جوړيدوسره به  ددغه  روغتون  ستونزې لرې شي .
د لوګر والي حليم فدايي دخپلو خبروپه دوام وويل : چې موږ د ښځينه ډاکترانو په برخه کې هم له ستونزو سره مخامخ يو  چې په ځينو کلينيکونو او ولسواليو کې  دښځينه ډاکترانو پرځاى نارينه  ډاکتران په  روغتيايي چارو بوخت دي  او  زياته يي کړه زموږ يوازينې ستونزه نا امني او ناوړه دود دى چې د روغتياپه برخه کې دښځو دزده کړې خنډ ګرځي  او هيله لرو چې د دغه روغتو ن په فعاليدو سره به دغه ستونزه  لرې کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته