سیاست

تبصره

 کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۹مه
په هېواد کې د سياسي خبرو اترو د بهير او د اعتماد جوړونې يوازينۍ لاره د اوربند  نافذول دي چې بايد هغه ته تمکين وشي او په دې ترتيب ژوند او انسانيت ته ارزښت ورکړ شي .
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د افغانستان په قضيه کې د نويو سياسي انکشافاتو په شتون چې زياتره د امريکا او طالبانو ترمنځ د شپږم پړاو په پيل سره ارتباط لري، يو شمېر بنسټونو، سازمانونو او هېوادونو له طالبانو او دولت څخه غوښتي دي چې په هېواد کې د اوربند په نافذولو موافقه وکړي، ترڅو سياسي صحنه زیاته با ثباته شي او په جګړه کې د ښکيلو لورو ترمنځ  د اعتماد فضا رامنځته شي.
په دې کې د شک ځاى نشته چې د سولې د هر حرکت پيل، په  اوربند پورې تړلى دى  او دغه بهير کولاى شي د سياسي شخړو تګلورى آسانه او لنډ کړي او يو سياسي توافق   
ته د رسيدو په خاطر د زياتو انسانانو ژوند وژغوري.
د افغانستان دولت په سیاسي بهیرکې، د سياسي اعتماد جوړونې او د انساني تلفاتو د مخنيوي په خاطر سولې ته د رسيدو يوازينۍ لاره اوربند بولي او په  وار وار يې وسله وال مخالفین اوربند او د هغه دوام ته رابللي، په داسې حال کې چې مقابل لورى تل قضايا په منفي او د تاوتريخوالي له نظره تعقيبوي او هيڅکله د مصلحت او خير غوښتوونکي نه دي .
سره له دې چې د افغانستان د سياسي معضلو په باب، له سياسي لارې څخه د افغانستان دولت دریځ واضح او روښانه دی، په وار وار يې د اوربند وړانديز کړی دى. خو په تاسف سره يوشمېر بنسټونه او سازمانونه له دې پرته چې د افغانستان دولت موضع او موقف په پام کې ونيسي، د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ يو شان نظر لري چې دا کار عادلانه نه دى.
ولې د افغانستان دولت له طالبانو سره په یوه وخت اوربند ته را وغوښتل شي؟ په داسې حال کې چې مخکې له دې د اوربند د نافذولو لپاره يې تيارى ښودلى دى.
جمهوررئيس غني د سولې د مشورتي لويې جرګې په وروستۍ ورځ د ښه نيت په يوه اقدام کې اعلام وکړ چې دولتي ځواکونه حاضر دي د روژې د مبارکې مياشتې له پيل څخه په هېواد کې اوربند رعايت کړي او هغه ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې  مقابل لورى په چټکۍ سره له دغې غوښتنې سره مخالفت وښود او هغه يې رد کړه.
د جګړې او سولې په بحث کې د اوربند رعايتول يو ښه او د بحث وړ خبره ده           او دا غير عادلانه نه ده چې يو دولت په هېواد کې سولې، آرامۍ او د ثبات اعاده کول په خپل لومړيتوب کې بولي، له هغې ډلې سره مقايسه کړي چې پر خپلې سرتمبګۍ او تاوتريخوالي ټينګار لري .
د افغانستان د خلکو هيله دا ده چې د سولې او اوربند په بحث کې، بايد د افغانستان د دولت موقف په واقعبينانه توګه تفسير شي او مقابل لورى چې تل اوربند ردوي او د يوه جګړه مار لوري په توګه تر تعقيب لاندې ونيسي او بهرنيان بايد د خپلو سيمه ييزو اهدافو په مقصد طالبانو ته کاذب هويت ورنکړي او د دغې ډلې د موقف د تثبیت په فکرکې چې يوه متحجره او وروسته پاتې ډله ده، و نه اوسي چې د نورو د مقاصدو لپاره يې خپل هېواد د جګړې ډګر انتخاب کړی دی.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته