ښوونه او روزنه

دنمک آب ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې زده کوونکو ته ښوونځى جوړشو

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
دتخار ولايت دنمک آب ولسوالۍ دشولدرې  دښوونځي  دودانۍ د جوړولو   کار  بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .
دتخار دوالي وياند سنت الله تيموري باخترآژانس ته وويل ؛ ددغه ښوونځي ودانۍ  دتخار دوالي  ډاکتر ضيا په مالي مرسته او ددغې ولسوالۍ  دخلکو    په مرسته  جوړه شوې ده .
ددغې ښوونځى ودانۍ چې څه دپاسه يو مليونو افغانيو په لګښت  جوړه شوې ده  شپږ درسي  خونې لري چې په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول  جوړشوى دى.
دغه راز ويل کيږي   چې مخکې له دې  ددغه ښوونځي اووه سوه تنه زده کوونکي زيات کلونه په پرانستې فضا کې په زده کړې بوخت وو  چې دا دى اوس  دنوې  او سمبال ودانۍ  څښتنان شول.
دا په داسې حال کې ده چې  څه موده مخکې  دڅلورو  نورو ښوونځيو ودانۍ هم  دتخار دوالي  له امکاناتو څخه  جوړه او دزده کوونکو په واک کې ورکړشوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته