امنیت

په غزني کې د اردو د يوه کارکوونکي ترور

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
په غزني ولايت کې د ملي اردو د همغږۍ د مرکز يوکارکوونکى نن د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا ترور شو.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په غزني ښارکې د کابل د اډې په ساحه کې د ملي اردو د همغږۍ د مرکز يو کارکوونکى حکيم الله ستانکزي د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا ووژل شو.
خبرځاى وويل چې دغه کارکوونکى په ډزو سره وژل شوى دى او تر اوسه پورې د پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د غزني ښاروالۍ د داخلي عوايدو د راټولو يو کارکوونکى د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته