۱۰۰ ورځې

خلک رايه ورکوي او دښمن شرموي.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ١٦
په پاى کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له مهال ويش سره دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو انتخابات پيل شول.
دافغانستان خلک نن له قومي ،ژبنيو،سمتي او مذهبي تړلتياو پرته د رايي ورکولو مرکزونو ته ځي او په پوهې او مسوليت سره دخپل نظر وړ نوماند ته رايه ورکوي او په دې ډول دخپل هيواد راتلونکې برخليک ټاکي.
په دغه ستر هيوادنۍ کار کې ګډون په څو ملحوظاتودغور او دقت وړ دى  دخلکو دښمنان په دغه ملي بهير کې د افغانان دپراخ ګډون زغم نه لري او په زيات دليل سره هلې ځلې کوي خپلو باردارانو ته خدمت وکړي دخلکو پراخ ګډون په مزدورانو او دهغوى په ملاتړو ځپنډه ګوزار دى او خلکو دغه سوک چمتو کړى دى چې هغوى ته يې ورکړي .
يو بودا سړۍ وايي زه رايه ورکوم چې دافغانستان دخلکو دښمنان وشرميږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته