کابل/ د وري٢٤ مه / باختر
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين مولوي عتيق الله عزيزي نن د آغا خان فرهنګي خدمتونو له رييس او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې د هرات ولايت د پنځم منار په باب د دغه پلاوي د څېړنو راپور واورېد .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې چې د تاریخي اثارود ساتنې، لرغونپوهنې او د ملي موزیم ريیسانو هم ګډون درلود، د آغاخان فرهنګي خدمتونو ريیس انجنیر اجمل میوندي او د هرات د پنځم منار اجراییوي ريیس ډاکټر بوستاني د تېر یو کال په موده کې د هرات د پنځم منار د څېړنو او انځورونو په اړه راپور وړاندې کړ.
دوی څرګنده کړه چې دغه منار جدي استحکام ته اړتيا لري او د پياوړتيا چارې يې په دوو پړاوونو کې تر سره کېږي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين د آغا خان د فرهنګي کمېټې خدمتونه وستایل او په هرات کې يې د پنځم منار د پياوړتيا په باب ټينګار وکړ.
دغه راز په دې کتنه کې پرېکړه وشوه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اغا خان د فرهنګي خدمتونو د بنسټ يو ګډ پلاوى به د هرات د پنځم منار د پياوړتيا د لومړي پړاو د کار د پيل په موخه په نږدې راتلوونکي کې هرات ته سفر وکړي.
\ ذ