پيښور ورلدنيوز باختر د سلواغې دمياشتې ٢٨ :
په پيښور ښارکې پرون مازيګر ديوه ځانمرګي بريد له امله څه ناڅه دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دغه بريد د پيښور ښار په حيات آباد ناحيه کې رامنځته شو چې په وروستيو دوو ورځو کې په پاکستان کې داپنځمه تروريستي پيښه وه .
مخکې له دې د لاهور اوکويټې په ښارونو او دجنوبي وزيرستان او مومندو ايجسنۍ په قبايلي سيمو کې هم د ځانمرګو بريدونو خبر ورکړ شوى و.
د پاکستان د امنيتي خبرځايونو دڅرګندونوله مخې ؛ پرون مازيګر يوه ځانمرګى بريد کوونکى چې په موټر سايکل سپور و ځان يې د پيښور دقاضيانو دسپرلۍ موټر ته څيرمه وچاوه چې د موټر چلوونکي اوديو تن بل د وژلو سبب شو او جګپوړى قاضي آصف جدون له دريو ښځينه قاضيانوسره ټپي شو.
د پاکستان د طالبانو د تحريک ډلې ددغې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستى دى.
پاکستان د روان کال د کب دمياشتې په لومړۍ نيمايي کې به دايکو داقتصادي همکاريو دسازمان د مشرانو د غونډو کوربه وي او ټاکل شوې ده د کرکټ داتلانودليګ دسياليو وروستى پړاو هم په راتلوونکو ورځو کې په لاهور ښارکې ترسره شي.
په پاکستان کې په وروستيو دوو ورځو کې د تروريستي پيښو رامنځته کيدل ددغه هېواد په بيلابيلو ښارونو کې دامنيتي تدبيرونو دسختوالي سبب شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل