سیاست

جمهوررییس: د سولې هر پړاو پر قید او شرط ولاړ دی

کابل / د سلواغې ۳۰ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې د هېواد د ولایتي شوراګانو له مشرانو او غړیو سره وکتل.
د جمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه، لومړی د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رییس عبدالمتین بېک وویل: تر بل هر وخت د ولایتي شوراګانو او حکومت ترمنځ همغږي زیاته شوې ده او دغو شوراګانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د سولې د کرښو او کړنلارې په ټاکلو کې مهم رول درلود.
نوموړي زیاته کړه: ولایتي شوراګانې د نظام په تحکیم کې اساسي رول لري او د سولې په اړه به له دوی سره مشوره کېږي. دا د دولت په نوي سیاسي فرهنګ کې ښه زېری دی.
د ولایتي شوراګانو د ښځینه غړو په استازۍ د بادغیس د ولایتي شورا منشي مونسې قادري ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې باید د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي او زیاته یې کړه : د جګړې لومړني قربانیان ښځې دي او په مذاکراتي ټیم کې باید د ښځو ونډه له پامه ونه غورځول شي.
د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان د هیواد د ولایتي شوراګانو له لوري د سولې پروسې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: موږ په کلیو او ولسوالیو کې له ځوانانو، سپین ږیرو او ښځو سره مشورې کړي او د ټولو ټینګار پر دې دی چې د سولې مشورتي لویې جرګې کړنلاره باید تعقیب شي.
عطاجان حق بیان وویل: سوله د ټولو هیوادوالو غوښتنه ده او موږ د هر فرد غوښتنه له تاسو سره شریکوو. دا د حکومت مسوولیت دی چې د سولې په نوم د معاملو او دسیسو مخه ونیسي او بندیان دې له قید او شرط پرته نه پرېښودل کېږي.
د جمهوررییس منتخب لومړي مرستیال امرالله صالح د سولې په اړه مشورې مهمې وبللې وې ویل: په دې اړه له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې کېږي او د سولې له رامنځته شوي  فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي.
امرالله صالح وویل: دولت په یوې ناازمویل شوې لارې د سولې بهیر ته داخلېږي، خو پټ پلان نه لري او زموږ د جرئت په نتیجه کې سوله له شعارونو څخه په یوې منظمې برنامې بدله شوې ده. دولت د هرې مرحلې تطبیق ته پوره تیاری لري.
امرالله صالح د ولایتي شوراګانو غړو ته په خطاب کې وویل: ولایتونو ته په لوړه روحیه ولاړ شئ او په همت خلکو ته دا پیغام ورسوئ چې دولت د سولې پروسې پرهر پړاو جدي نظارت او مدیریت لري او د سولې ټولې مهمې پرېکړې به د خلکو په تائید ترسره کېږي.
منتخب جمهوررییس محمد اشرفغني د ولایتي شوراګانو مشرانو او استازو ته په وینا کې د ولایتي شوراګانو د اجماع ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: په راتلونکو میاشتو کې به مو اساسي تمرکز پر ولسوالیو او کلیو وي او په انکشافي کارونو او سوله کې به له ولایتي شوراګانو سره مشورې کېږي.
جمهوررییس د ولایتي شوراګانو ښځینه غړو ته په خطاب کې وویل: په سوله کې د ښځو مشارکت تضمین شوی او د مذاکراتي ټیم هر غړی به د ښځو د حقونو دفاع کوي. د سولې د لوی هدف لپاره به یو کوچنی، قوي او ټولشموله ټیم جوړېږي.
د هیواد جمهوررییس په ټینګار وویل:  پرجمهوریت او د وګړو پر حقونو باندې معامله نه کېږي او د سولې هره پرېکړه به د ملي شورا او د اړتیا په صورت کې د لویې جرګې او رایې له لارې کېږي او نوی نسل هیچاته اجازه نه ورکوي چې پر حقونو یې معامله وشي.
جمهوررییس خلکو ته ډاډ ورکړ چې د سولې له خبرو هیڅ ډول ډار ونه لري او د سولې هره  مرحله خپل قید او شرط لري. د همدغو شرایطو پر اساس به تاوتریخوالی کمېږي چې بالاخره د اوربند لامل شي.
د هیواد جمهوررییس وویل: سوله د خلکو اساسي غوښتنه ده، خو حکومتولي به هم روانه وي. خلک به په نږدې راتلونکې کې د لویو انکشافي پروژو د پیلېدو شاهدان واوسي.
جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې د ولایتي شوراګانو مشرانو او غړو ته ډاډ ورکړ چې حکومت د سولې په مذاکراتو کې د مشورتي لویې جرګې پر پرېکړو ولاړ دی او په هره مرحله کې به له خلکو سره مشوره کېږي او زیاته یې کړه: هېڅ اجازه نه ورکوو چې له طالبانو سره سوله د بلې جګړې د پیل لامل شي.
پاى / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته