-کابل باختر د لړم اوومه :
دجوزجان ولايت دخواجه دوکو په ولسوالۍ کې د يو جومات دجوړولو کار نن پيل شو .
دباختراژانس دسميه ئيز خبريال دخبرله مخې دغه جومات ددغې ولسوالۍ دايترق په کلي کې ددوه جريبه ځمکې په ساحه کې په يوه پوړ کې په شپږومياشت کې جوړيږي .
ويل کيږي چې دغه جومات دولايتي شورا ديوه غړي په مالي مرسته داتو زرو ډالرو په لګښت او نور لګښت يې دسيمې خلکو او سپين ږيرو په غاړه اخستى .
دغه جومات په يوه وخت کې دپنځه سوه لمونځ کوونکو ظرفيت لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ