امنیت

يوسړى له يوې اندازې نشه يي توکو سره په ننګرهار ولايت کې ونيول شو .

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دغه سړي کله يې چې غوښتل څلور ويشت کيلوګرامه چرس له کابل څخه دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دمارکو بازار ته وليږدوي د ننګرهار ولايت دبهسودو ولسوالۍ د ثمر خيلو په ساحه کې  ونيول شو .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سړي دنشه يي توکو انډي په مهارت سره په يوموټر کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې چې هغه له کابل څخه دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دمارکو بازار ته  وليږدوي  .
مشرقي وال  وويل چې ددغه سړي دنشه يي توکو له انډيو څخه څلور ويشت کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي
ديوبل خبر له مخې:په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې درې تنه له يوې اندازې نشه يي توکوسره دننګرهار ولايت دامنيتي مامورينو له خوا دجلال اباد تورخم په لويه لاره کې ونيول شول .
پوليس وايي چې له دغو کسانو څخه په لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته