کابل باختر د چنګاښ ١٤ :
افغان امنيتي ځواکونو اونړيوالو پوځونو د تيرو ٢٤ساعتو په چاڼيزو عملياتو کې اتلس تنه ياغي طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه عمليات چې دجوزجان ، غزني ، بادغيس اودهلمند ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي وو له امله يې پنځه تنه ياغيان ټپيان ، شپږتنه نوريې دهيواد دامنيتي ځواکونوله خوانيول شوي او يوه اندازه وسلي،مهمات او چاويدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دکابل دامنيي قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو پرون پنځه تنه دوژنې ، غلا او انسان تښتوني په تور دشپږمي ،اتمي،پنځلسمي امنيتي حوزې اودچارسياب له ولسوالۍ څخه ونيول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ