ټولنه

په دايکنډي ولايت کې د٣٧ پرمختيايي پروژو کاربشپړ شو

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣١  :
په دايکنډي ولايت کې  څه ناڅه څلورو زرو کورنيو پرون دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له آسانتياو څخه ګټه واخيسته .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکورياست باخترآژانس ته خبر ورکړ :  دغه پروژې د ٤٣ مليونو  څلور سوه  زرو افغانيو     په لګښت  ددايکنډي ولايت  دشهرستان ، سنګ تخت، نيلي  او دميرامور په ولسواليو کې بشپړ  او دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژو کې  ددريمې درجې کليوالي سړکونو جوړول او کريړ اچول ، دکرنيزو اوبو دکانالونو او دمحافظوي ديوالونو  جوړول ، دسړک  دغاړو دويالو پخول ، داوبو رسولو دشبکو غځول  او دڅښاک دروغتيايي اوبودڅاګانو کيندل شامل دي  .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  دملي پيوستون پروګرام په دايکنډي ولايت کې  دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې ٧٥٠ کلي  دپرمختيايي پروګرامونو ترپوښښ لاندې نيولي دي او تراوسه پورې په دې بريالى شوى دى چې په بيلابيلو برخو کې ١٠٩٨ پروژې بشپړې او دخلکو استفادې ته يې وړاندې کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته