امنیت

کوماندو ځواکونو شپږ تنه ډاراچوونکي په غزني کې ووژل

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې ٢٧مه
شپږ تنه ډاراچوونکي تيره شپه په غزني ولايت کې د کوماندو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
دځانګړو عملياتو دقول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن عبدالقيوم نورستاني باخترآژانس ته وويل چې دغه ډاراچوونکي دغزني ولايت دمقر ولسوالۍ دصلاح خيلو په کلي کې د دغې قول اردو دځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
ده زياته کړه: په دغو عملياتو کې ددښمن دماين جوړولو يوه کارخانه له منځه وړل شوې ده او دهغوى يوه پيکا، يوه مخابره، څلور کمپيوټرونه او دوه موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته