سیاست

جمهوررئیس کرزی د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاین د پیل څخه هرکلی کوي جمهوررئیس کرزی: د انتخاباتو ترسره کېدل د ولسواکۍ د ټینګېدو او د سیاسي ثبات په لاره کې یو مهم قدم دی

کابل_باختر- د سلواغې ۱۲مه
ټاکل شوې ده چې سبا په ټول هېوادکې د جمهوري ریاست د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین پیل شي چې تر دوو مېاشتو پورې به دوام ومومي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی په داسې حال کې چې د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاین د پیل څخه هرکلی کوي او انتخابات په هېوادکې د ولسواکۍ د ټینګېدو او د سیاسي ثبات په لاره کې یو مهم قدم بولي، هیله لري چې دغه انتخاباتي مبارزې د هېواد ثبات او ملي وحدت لا پیاوړی کړي.
جمهوررئیس تمه لري چې ټول کاندیدان ولس ته خپل پروګرامونه او کړنلارې د رسنیو له لارې بیان کړي او رسنۍ هم باید په مساوي ډول د هغوی کړنلارې خلکو ته و رسوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته