امنیت

جنرال روشندل: د کابل پوليسو کړه وړه د قناعت وړ نه دي

کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
د کابل امنيه قوماندان له اړوندو جزوتامونو څخه وغوښتل چې دکابل او د هغه د شاوخوا سيمو د امنيت د تامين په برخه کې دې زياتې هلې ځلې وکړي. 
دباختر آژانس د خبرله مخې: د کابل ولايت امنيه قوماندان نن د کابل پوليسو له مسوولينو سره په يوه کاري غونډه کې له هغوى څخه وغوښتل چې په پايتخت کې دښه امنيت   د تامين لپاره دې زياتې هلڅې وکړي.
دغه غونډه د جرمونو د کمښت او په ښارکې د ښه امنيت د تامين او د کابل د امنيې قوماندانۍ د قطعاتو او جزوتامونو دمسوولينو دکارونو د څېړنې په موخه جوړه شوې وه.
د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال سېدمحمد روشندل په ټينګارسره وويل چې دپوليسو  د قطعاتو او جزوتامونو د مسوولينو کارونه د قناعت وړ نه دي او د کابل په ښار او اړوندو ولسواليوکې د امنيت د تامين او د جرمونو د کمښت په لاره کې زياتې هلې ځلې وشي.
هغه په کابل ښارکې د امنيتي چلنجونو څېړنه د خپل کار له لومړيتوبونو څخه وبلله او ژمنه يې وکړه چې د خلکو امنيتي انديښنې څېړي.
هغه وويل چې د امنيت د تامين او له جرمونو سره د مبارزې په لاره کې د مسوولينو تعلل او بې پروايي ده ته د منلو وړ نه ده.
جنرال روشندل د قطعاتو او د کابل ښار د امنيتي حوزو ټولو مسوولينو ته خبر دارى ورکړ  چې  د نيمګړتياوو او د خلکو امنيتي ستونزو ته د نه پاملرنې په صورت کې  د دغې قوماندانۍ رهبرۍ ته ځواب ورکوونکى دى او په خپلې کاري لاره کې دبې پروايۍ په صورت کې به د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر بنسټ له هغوى سره چلند وشي.
بايد وويل شي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهورييس محمد اشرف غني پرون د کورنيو چارو وزارت له جګپوړو مسوولينو او د کابل دپوليسو له مسوولينو سره په غونډه کې د پوليسو له کارونو څخه خپله نا رضايتي څرګنده کړه او هغوى ته يې درې مياشتې وخت ورکړ چې په کابل کې امنيتي انديښنو ته ځواب ورکړي. 
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته