نړۍ

روسيې يو نوى وچي ويشتوونکي توغندي ازمايښت کړ

٩- مسکو دايرنا خبري سايت  دمرغومي دمياشتې٧ :

روسيې پرون مازيګر يو آر  اس  _ ١٨   ډوله نوى وچي ويشتونکي توغندي ازمايښت کړ.

دباختر اطلاعاتي اژانس دروسيې غږ راديو له خولې خبرراکړ دغه توغندي په قزاقستان کي  دروسيې  له فضايي اډي بايکانور څخه  فضا ته وتوغول شو.

دغي راډيو  دروسيې دستراتيژيکي توغنديو دځواکونو دويندوى واديم کووال له خولې وويل  دغه توغندي  په برياليتوب سره په فرضي هدف لګيدلي دي .

دآر  اس  _ ١٨  توغندي  دتوغولو هدف تر درې ديرشو کلونو پوري دروسيې په اردو کې ددغو توغنديو دځاى پرځاي کولو دمودي دتمديد په مقصد  دهغو دفني مشخصاتو تائيد بلل شوي دي .

په اوس وخت کې  دروسيې لارښوونکو توغنديو ځواک په آر اس _ ١٨ توغنديو  دوه سمبالي فرقي لري چې دناتو په طبقه بندي کې استليت نوميږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته