امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل –باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
امنيتي ځواکونو پرون د هيواد په ځينو ولايتونوکې د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو د بغلان، کندز، فارياب، غزني، پکتيکا او د هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ دوه تنه ټپيان او درې تنه نور يې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه وسله او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د ننګرهار، کونړ او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې شپږ ماينونه کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته