امنیت

دملي اردو لس تنه سرتيري په جوزجان شهيدان شول .

کابل باختر د وږي  يو ديرشمه :
دملي اردو لس تنه سرتيري تيره شپه  په جوزجان ولايت کې دوسله والوطالبانو په بريد کې شهيدان شول .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال حفيظ الله  دباختر اژانس  خبريال ته وويل : وسله والو طالبانو تيره شپه په قوشتيپې  ولسوالۍ کې  دملي اردو په لومړۍ لمبر امنيتي پوستې  بريد وکړ چې له امله يې دملي اردو لس تنه سرتيري شهيدان او دريو تنو نورو سرتيرو دشپې له  تورتم څخه په استفادې سره بل ځاى ته پناه يوړه .
ده زياته کړه چې ددغه خونړي  بريد زمينه دهمدې پوستې يوه سرتيري  برابره کړې ده چې دخپلو سنګروالو  له شهيدانولو وروسته يې ددغې پوستې وسله اومهمات طالبانو ته وسپارل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته