کابل باختر د لړم شپږمه :
حامدکرزي د يو فرمان په صادرولو سره ډګر جنرال کرام الدين کريم دبدني روزنې، سپورت او د المپيک دملي کميټې د لوى رييس په توګه مقررکړ .
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ: دبدنې روزنې، سپورت او د المپيک د ملي کميټې لوى رييس ډګر جنرال ظاهر اغبر دوه ورځې مخکې له دغه پست څخه خپله استعفا د رسنيو له لارې اعلام کړه.
دچارو د ښه تنظيم په مقصد د بانفوذو، ټولنيزو اشخاصو د بډاى تجربې څخه د استفادې په مقصد جمهور رييس د پوځي رتبې په ساتلو سره ډګر جنرال کرام الدين کريم د بدني روزنې، سپورت او د المپيک د ملي کميټې دلوى رييس په توګه ټاکلى دى.
3 1 دقیقه لوستل