کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
په سرپل ولايت کې پرون دماين دچاودنې له امله دپنځو تنو ملکي وګړو په ګډون نهه تنه شيدان شول .
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو دسرتيرو دسپرلۍ کاروان ددغه ولايت دسوزمه قلعه ولسوالۍ دکټه قلعه دکلي په لاره کې روان و .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان عبدالروف تاج باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ملکي وګړي او څلورتنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول .
عبدالروف تاج وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولولپاره يې پلټنې پيل کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ