نړۍ

افغانستان اوڅلورو نورو هېوادونو د هند دصدراعظم د سفرونو نوى پړاو

نوى ډيلى ايرنا باختر دغبرګولي دمياشتې ١١ :  
  دهند صدراعظم نارندرامودي په  راتلوونکې اوونۍ کې پنځو آسيايي ، اروپايي او امريکايي هېوادونو ته خپل سفر پيلوي.
دهند صدراعظم   دسفر په دې پړاو کې  چې دروان کال دغبرګولي دمياشتې     له  ١٥نيټې څخه پيليږي او پنځه ورځې دوام کوي  افغانستان، قطر ، سويس  ، مکسيکو اوامريکا ته سفرکوي.
دهندصدراعظم ددغه سفر په لومړي پړاو کې  دغبرګولي دمياشتې  په ١٥نيټه دسلما بند دپرانستلو لپاره  چې ددغه هېواد په پانګونې سره  په افغانستان کې  جوړ شوى دى ، دغه هېواد ته سفرکوي.
دا دهندصدراعظم  په توګه  دده  له ټاکل کيدو وروسته  افغانستان ته  دمودي  دويم سفر دى.  دى وروسته   له کابل څخه قطر ته ځي  .
ټاکل شوې ده هند صدراعظم  په قطر کې ددوه ورځنۍ استوګنې په بهيرکې  ددغه هېواد له امير شيخ حمدبن خليفه آل ثاني  سره  د دوه اړخيزو مسئلو په تيره بيا دانرژۍ په برخه کې  خبرې وکړي .
قطر او هند  پراخې اقتصادي اړيکې لري  دګازو ډير ستر صادرونکى  (  ال ، ان، جي  )  او هند ته دتيلو يو مهم صادرونکى دى .
دهندصدراعظم  دخپل سفر په دوام  دسويس له  جمهوررئيس ( يوهان اشنايدرامان )او ددغه هېواد له نورو جګپوړو مقاماتوسره دخبرو لپاره دغه هېواد ته سفرکوي.
ددولتي مقاماتو دڅرګندونوله مخې  :  هند اوسويس  دمالياتي  او تورو پيسو په ګډون موضوعګانو په برخه  کې داطلاعاتو دشريکولو دموافقې دبشپړولو په  حال کې دي.
نارندرامودي سويس ته په سفرکې  له دغه هېواد څخه   په سويس  کې  دتورو پيسو دحسابونو  دلرونکو دافشاکولو لپاره  دمرستې غوښتنه کوي.
نارندرا مودي  دخپل سفر په دوام دغبرګولي دمياشتې په  ١٨ او ١٩ نيټه دامريکا د جمهوررئيس بارک اوباماپه بلنه دغه هېواد ته سفرکوي.
ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې مودي او اوباما د دفاعي ، امنيتي او انرژۍ په ګډون حساسو برخو کې دترلاسه شويو پرمختګونوپه باب خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده دهندصدراعظم په امريکا کې  دخپلې استوګنې په بهيرکې ددغه هېواد په کنګره کې وينا وکړي  .
دهند دولت مخکې له دې په يوه وينا کې اعلام وکړ چې دامريکا  کانګرس  دهند او امريکا دستراتيژيکي اړيکو په ټينګښت کې  مهم رول په غاړه لري.
دهند او امريکا داقتصادي همکارۍ دبشپړ ظرفيت  تحقق  داړيکو دلازياتې پراختيا لپاره ددواړو هېوادونو لومړيتوبونه بلل شوي دي .
دى  دخپل سفر په وروستي پړاو کې  دتجارتي اړيکو او دپانګونې دپراختيا په برخه کې  دمکسيکو له جمهوررئيس سره  دخبرو لپاره دغه هېواد ته ځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته