امنیت

حامد کرزي: د اسلام مقدس دين دښځو پرخلاف تاوتريخوالى په څرګنډ ډول منع کړى دى.

حامد کرزي: د اسلام مقدس دين دښځو پرخلاف تاوتريخوالى په څرګنډ ډول منع کړى دى.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا: دبې ګناه ښځې، نارينه اوماشوم وژنه په هر نامه چې وي؛ د اسلام د  مقدس دين په نظر حرام اوناروا دى.

کابلباختردجوزا٢٥
دعالمانو د سراسري شورا رييس او د هيواد په ٣٤ ولايتونو کې ددغې شورا غړو د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي سره په کتنه کې وويل چې داسلام مقدس دين دکورنۍ اوټولنيز ژوندانه په برخه کې هر راز افراط او تفريط او تاو تريخوالى غندلى او رد کړى او د اعتدال غوښتونکى او منځ لارې دين په توګه يې د هر لمسوونى عمل په وړاندې چې د قهر اوغضب، حسد او بخل او د بشري طبيعت د نورو نواقصو زيږنده دى؛ زغم ، صبر او حوصلې ته رابولي
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د افغانستان د عالمانو دسراسري شورا په مصوبه کې چې پرون له حامد کرزي سره په کتنه کې ولوستل شوه؛ وويل شول چې د قرآن عظيم الشان د النسا سوره په ١٩ آيت کې ويل شوي دي چې له ښځو سره ښه چلند وکړئ.
دغه راز حضرت محمد مصطفى (ص) فرمايي: ستاسو غوره کسان هغه دي چې خپلو ښځو ته ښه وي او زه له تاسو ټولو څخه له خپلې کورنۍ سره ښه چلند لرم . دغه راز په دغه مصوبه کې ويل شوي دي چې د اسلام ستر پيغمبر د خپل مبارک عمر په اوږدوکې دماشوم، ښځې، نارينه خدمتګار، غلام  اوکنيزپه ګډون له هيڅ انسان او آن له حيوان سره تاوتريخوالى نه دى کړى او څوک يې نه دى وهلى او نه دى ډبولى.
دعالمانو سراسري شورا هغه تروريستي بريد چې د تيرې سه شنبې په ورځ د سترې محکمې په وړاندې د اسلام د دښمنانو له خواتر سره شو؛ په کلکه وغانده اوڅرګنده يې کړه چې د بې ګناه ښځې، نارينه او ماشوم وژنه په هر نامه چې وي؛ د اسلام د مقدس دين په نظر حرام او ناروا ده .
دعالمانو دسراسري شورا په مصوبه کې ويل شوي دي چې دغه شورا داسلامي حکمونو له مخې د سولې په خيروالى باورلري اود افغانستان په جګړه کې ټولو ښکيلو لورو ته د زړه له کومې بلنه ور کوي چې د اسلام د مبين دين له لارښوونو سره سم دې خپل اختلافونه د بين الافغاني ديالوک او روغې جوړې له لارې حل او فصل کړي چې خداى مه کړه په نا آګاهانه ډول د نورو دسياسي اوپوځي هدفونو د لاس اله نه شي او عقيده يې د هغوى دعقدو قرباني نه شي.
دغه راز شورا له دولت او په خاصه توګه د افغانستان دسولي له عالي شورا څخه غوښتې دي چې د بهرنيو ګوډاګيانو دسيسو ته متوجه و اوسي او هيڅکله دې داسې شرايط و نه مني چې په سياسي نظام، ځمکنۍ بشپړتيا او زموږ په ملي يووالى او وا کمنۍ ګوزار وکړي .
دغه راز دعالمانو دسراسري شورا په مصو به کې ويل شوي دي: يوه موده کيږي چې هلې ځلي کيږي دپوهنتون ساحه او درسي ټولګي دسياسي هدفو نو اوغرضونو او د ملي ضد شخړو اوجګړو په ډګر بدل شي.
شورا ټينګارکوي چې استادان او محصلان دې خپلې مظاهرې پاي ته ورسوي او په درس اوتعليم لاس پورې کړي.
دعالمانو شورا دافغانستان له دولت څخه هم غواړي چې د استادانو او محصلانو روا ، معقولو او قانوني غوښتنو ته مثبت ځوا ب ووايي اوحل يې کړي.
حامدکرزي د عالمانو دسراسري شورا د مصوبې له اوريدو وروسته هغه يې دملي ګټو او د ديني ارزښتونو د ساتنې په لاره کې مهمه وبلله.
جمهور رييس د سولې د بهير په باب د عالمانو دسراسري شورا څرګندونې ارزښتناکې وبللې او وې ويل چې په اصل کې دطالبانو ترشا بهرني قوتونه دي اوطالبان يوازې يونوم دى او هغه کسان دي چې دبهرنيانو له خوا استعماليږي. په همدې سبب د افغانستان دولت هڅه اوهاندکوي چې دغه بهير په بشپړ دقت او احتياط سره پرمخ بوځي چې د سولې پهير په بشپړه توګه افغاني وي.
حامدکرزي په دې غونډه کې طالبان مخاطب کړل او وې ويل: له تاسو څخه موږ دلته زيات محتاج يو؛ خو غيرت، مسلماني، ميړانه او استقلال مو له لاسه نه دي ورکړي او دخپلې خاورې ددفاع په لاره کې ولاړ يو. طالبان دې ځان د پرديو له واکمنۍ څخه خلاص کړي او خپل هيواد ته دې راستانه شي ، په دې ځاى کې دى چې د دې خاورې قوت به دوه برا بره شي.
جمهور رييس د  افغانستان د عالمانو دسراسري شورا د مصوبې د تاييدولو په ترڅ کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د مخنيوى په اړوند وويل چې د اسلام مقدس دين د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى په څرګندډول منع کړى دى او بايد هرمسلمان د اسلام د مقدس دين لارښوونې عملي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته