سیاست

جمهوررئیس کرزي د ترکیې نوي جمهوررئیس ته مبارکي وویله

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢١
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د ترکیې هېواد له نوي منتخب جمهوررئیس رجب طیب اردوغان سره نن مازیګر ټیلیفوني خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو ټیلیفوني خبروکې جمهوررئیس کرزي د ترکیې د جمهوري ریاست په انتخاباتوکې د ښاغلي اردوغان د بریالیتوب له امله د مبارکي په ترڅ کې وویل چې ستاسو د بریالیتوب ستر لامل د ترکیې له خلکو سره ستاسو د مینې او هغوی ته ستاسو د خدمت او شویو کارونو نتیجه ده.
حامدکرزي په دغو ټیلیفوني خبروکې ډاډ څرګند کړ چې افغانستان به د ترکیې نږدې دوست او ملګری پاتې شي  او د دواړو هېوادونو ترمنځ به موجوده دوستي لا نوره هم پیاوړې شي.
جمهوررئیس کرزي زیاته کړه چـې په راتلونکوپینځلسو او یا شلو ورځوکې به د افغانستان نوی جمهوررئیس هم وټاکل شي .
د ترکیې نوي جمهوررئیس د حامدکرزي له ټیلیفوني اړیکې څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د ترکیې او افغانستان د خلکو ترمنځ دوستي او همکاري به لا هم  دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته