نړۍ

د خيبر پښتونخوا په ايالت کې د اوولسو تنو وژل کيدل

پيښورباختردجوزا٩
په داسې حال کى چې د خيبر پشتونخوا ايالت د کرمې ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې دپاکستان پوځيانو عمليات دوام  لري؛ دپاکستان جټ جنګي الوتکونن په دغې سيمه کې د طالبانو د مليشو پټنځايونه بمباري کړل؛ له امله يې اوولس مليشې ووژل شوې.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په دغو عملياتوکې په وژل شويو کسانو سربيره څو تنه نور جګړه ماران ټپيان شوي او څلورپټنځايونه يې ويجاړ شوي دي.
دکرمې ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې له دريو اوونيو را په ديخواپوځي عمليات دوام لري چې د را رسيدلو خبرونو له مخې له امله يې څه دپاسه سل تنه وژل شوي او دطالبانو څو اډې ويجاړې شوې دي.
کرمه ايجنسۍ د ډيورنډ له کرښې اخوا يوه له هغو اوو قبايلي سيمو څخه ده چې دنيم مختار په ډول دقبايلي قوانينو په واسطه دپا کستان دفدرال حکومت تراغيزې لا ندې اداره کيږي.
په دې قبايلي سيمه کې د القاعده په شبکې پورې اړوند د پاکستاني طالبانوتحريک اوڅو نور افراطي سازمانونه فعال دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته