سیاست

جمهور رئیس غني د ابوظبۍ له امیر والا حضرت شیخ محمد سره وکتل

کابل_باختر_ د مرغومي د مياشتې٢٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د متحده عربي اماراتو د ولیعهد او د ابوظبۍ د امیر والاحضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیان لخوا پرون غرمه د ابوظبۍ ښار د مشرف په ماڼۍ کې  په داسې حال چې د افغانستان او د متحده عربي اماراتو ملي سرودونه وغږول شول او د درناوی په دود د توپ ۲۱ ډزې وشوې، په رسمي ډول هرکلی ووایه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور رئیس او د ابوظبۍ امیر په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو پلاوو هم حضور درلود، د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني دوست هېواد متحده عربي اماراتو ته د سفر له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې، د افغانستان د نوي حکومت د پروګرامونو، له دې جملې څخه د انکشافي او زیربنایي پلانونو په باب والاحضرت شیخ محمد ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس له افغانستان سره  په زیربنایي، فرهنګي، ټولنیزو، تعلیمي او د روغتیا په برخوکې د عربي متحده اماراتو د  مرستو او دوامدار ملاتړ له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې موږ له متحده عربي اماراتو سره د ګډو همکاریو پراختیا، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د اقتصاد او پانګې اچونې په برخوکې د هغه هېواد همکاریو ته علاقه مند یو.  
په مقابل کې د متحده عربي اماراتو ولیعهد او د ابوظبۍ امیر د افغانستان جمهور رئیس او د هغه ملګري پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: متحده عربي امارات له افغانستان سره هر ډول مرستو ته چمتو دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته