ورزش

دهيواد دکرکټ دنولس کلنو ټيم د بنګله ديش دټيم په وړاندې ماتې وخوړه.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٩
دهيواد دنولس کلنو دکرکټ  ټيم پرون په عربي متحده اماراتو کې د آسيايي جام
په سياليو کې لوبه  دسيال ټيم په وړاندې  بايلوده.
دهيواد دکرکټ  بورد درسنيو ويندوى  او مسوول فريد هوتک نن دباختر آژانس خبريال ته وويل :  په دغې سيالۍ کې لومړۍ لوبه دبنګله ديش ټيم پيل کړه او يو سلو نهه شپيته منډې يې دافغانستان ټيم ته هدف وټاکه چې دافغانستان ټيم  ونه کړاى شول دغه هدف پوره کړي او په يو سلو درې پنځوسو منډو سره يې لوبه دسيال ټيم په وړاندې بايلوده.
دهوتک دڅرګندونو له مخې :  په  دغو سياليو کې افغانستان دبي  په ټيم کې دسريلانکا ، بنګله ديش او ماليزيا سره په يوه ګروپ کې دي چې دغه ټيم وکولاى شول په لومړۍ لوبه کې د سريلانکا ټيم ته  ماتې ورکړي .
ټاکل شوې ده په دغو سياليو کې دافغانستان ټيم خپله  دريمه لوبه د کابل په وخت سبا له غرمې مخکې په لسو بجو دماليزيا له ټيم سره ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته