امنیت

ناټو به په راتلوونکې پسرلۍکې له افغانستان څخه د خپلو ټولوپوځيانو ايستل پيل کړي

برلين – اسوشيتدپرس – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٧
په اروپاکې د ناټو د قواوو قوماندان جنرال فليپ بريدلف وايي:که چيرې دافغانستان جمهور رييس دکابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي او دفاعي موافقه ليک له لاس کولو څخه ډډه وکړي؛ ناټو به د راتلوونکى کال د پسرلى د فصل په سرکې له افغانستان څخه دخپلو ټولو پوځيانو د ايستلو د پلان په باب کار پيل کړي .
دغه جنرال پرون دغه خبرې په برلين ښارکې خبريالانوته وکړې.
ده دغه راز زياته کړه چې له ٢٠١٤ کال وروسته په يولږ شمېر نړيوال پوځيان د روزنيز ماموريت د پرمخبيولو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.
دجنرال بريدلف دڅرګندونو له مخې: که چيرې د ټولو ځواکونو د وتلو مسئله طرحه کيږي؛ بايد د دې کار لپاره پلان ولري.
د ناټو دغه جګپوړى قوماندان وويل: که چيرې د صفر انتخاب يعنې له افغانستان څخه دټولو پوځيانو په وتلو تمرکز وکړي؛ دى دا کار يوه مشخص وخت ته اړتيا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته