نړۍ

د داعش ډلې څلورعراقي سرتيري ژوندي وسوځول

بغداد پرس ټي وي  باختر د وږې دمياشتې ١٠ :
د داعش ډلې پرون دڅلورو عراقي سرتيرو د ژوندي سوځولو ويډيو خپره کړه.
باختر آژانس د پرس ټي وي له خولې  خبر راکړ :
د داعش ډلې دغه ويډيو په الانبار ولايت کې ثبت کړې ده چې په هغې کې لومړى د وګړني پيوستون دغه څلورځواکونه ښيي چې لاسونه او پيښې يې تړلې دي او اعتراف کوي چې جاسوسان دي .
وروسته دغه عسکر په چت کې ځوړندوي او ژوندي په  اورکې سوځوي .
د داعش ډله په عراق اوسوريه کې فعاله ده؛ خو خپل فعاليت يې دليبيا، مصر  او افغانستان په ګډون په نورو هېوادونو کې پراخ کړى دى.
د داعش ډله په خپلو تروريستي عملونوکې د سرونو د غوڅولو، ډله ييزو اعدامونو او تيري په ګډون له ناوړو چلندونو څخه کار اخلي او وروسته خپلې کړنې په ويډيو کې ثبتوي او خپروي .
له هغه وخت څخه چې دغې ډلې په ٢٠١٤ ميلادي کال کې د عراق په شمال او لويديځ کې خپل تروريستي فعاليتونه پيل کړل؛ دغه سيمې له ډارونکي  تاوتريخوالي سره مخامخې دي.
پاى فذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته