امنیت

د ملي دفاع وزارت: د ډيورنډ په فرضي کرښه کې د تاسيساتو جوړولو ته اجازه نه ورکوو

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
دملي دفاع وزارت خبردارى ورکوي چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدوکې په خپل سر د تاسيساتو د جوړولو په وړاندې به غوڅ چلند وشي.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
دملي دفاع وزارت وياند دولت وزيرى وايي چې د ملي اردو ځواکونه د هر راز سرحدي ګواښونو ځواب ورکولو ته چمتو دي او د ډيورنډ دفرضي کرښې په اوږدوکې په خپل سرد تاسيساتو جوړولو ته به اجازه ورنه کړي.
دغه خبردارى وروسته له هغه وروسته صادريږي چې تېره شپه د هېواد سرحدي ځواکونو د تورخم په دې ساحه کې د ډيورنډ کرښې په اوږدوکې له پاکستاني مليشو سره ونښتل چې پاکستاني مليشو په تورخم ساحه کې د نويو تاسيساتو د جوړولو نيت درلود.
د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړې اووه ساعته دوام وکړ چې د يو افغان پوله ساتې ځواک د شهادت او د شپږو تنو نورو د ټپي کيدو سبب شو. ويل شوي دي چې پاکستاني مليشو ته د سر زيان اوښتى دى.
دملي دفاع وزارت غبرګون په دې باب جدي دى.
د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي چې دغه وزارت د ډيورنډ د فرضي کرښې په اوږدوکې حالت تر څارنې لاندې لري او د سرحدي ځواکونو د ملاتړ په لاره کې به د عمل ډګرته ور ودانګي .
د ښاغلي وزيري د څرګندونو له مخې: د سيلاب قول اردو موظفه شوې ده چې د زياتو ځواکونو او تجهيزاتو په ليږلو سره د سرحدي ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته