کابل باختردوري درې ويشتمه :
٢٦ تنه ډار اچوونکي تيره شپه دروزګان ولايت په مربوطاتوکې دافغان امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونوکې ووژل شول .
دروزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښاردمهر اباد درې په مربوطاتوکې دافغان امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ٢٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
دغه راز دزابل ولايت په شينکي ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونووکولاى شول دوه ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ