سیاست

تبصره

کابل باختردمرغومي دوه ويشتمه :
دکابل په حوزه کې دولسي جرګې دانتخاباتودلومړنيو پايلو او داستازو دمجلس دانتخاباتو دوروستيو پايلو په اعلام کې ځنډ  يولړ غبرګونونه راپارولي  دي  او اړينه ده چې انتخاباتي کميسيونونه دخلکو انتظار ته ځواب ووايي او خپل کار په مسوولانه ډول پاى ته ورسوي .
  دباختراژانس مفسر ليکي: سره له دې چې په هېوادکې داستازو دمجلس دانتخاباتو له ترسره کيدو څخه کابو درې مياشتې تيرېږي خو ددغو انتخاباتو پايلې  نه دي اعلام شوي اودانتخاباتي کميسيونونو کړه وړه هماغه شان په انديښنې ، کره کتنې او نيوکې سره  تعقيبېږي .
له انتخاباتي تقويم سره سم ټاکل شوې وه  دروان کال دتلې دمياشتې داته ويشتمې نيټې دانتخاباتو لومړنى پايلې  دلړم دمياشتې په نولسمه نيټه او وروستى  پايلې دليندۍ دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه اعلام شي . خوسره له دې چې دانتخاباتو له ترسره کيدو څخه کابو درې مياشتې تيرېږي انتخاباتي کميسيونونه په دې نه دي بيريالي شوي چې آن په هېواد کې دولسي جرګې دانتخاباتو لومړنۍ پايلې اعلام کړي .
دانتخاباتو دپايلو په اعلام کې ځنډ نه يواحې دکتوونکو او دسياسي ګوندونو نيوکې او انتقادونه راپارولي دي  بلکې  مدني فعالان او خلک  هم په انتخاباتي کميسيونونو کې دکار دکمزوري بهير له امله سرټکوي .
  دافغانستان دولت چې تل يې هڅه کړې ده چې دانتخاباتي کميسيونونو استقلاليت ته درناوى او رعايت کړي په زغم سره دانتخاباتو چارې تعقيبوي په همدې دليل دى چې تراوسه پورې يې دپايلو  په اعلام کې  دځنډ په برخه کې غبرګون نه دى ښودلى .
دانتخاباتو په بهير  باندې کتوونکي  بنسټونه دانتخاباتي کميسيونونو په پته زياتې خبرې لري .
دپردې  تر څټ  معاملوڅخه نيولي دانتخاباتو تر مهندسى  پورې له مالي او اداري فساد  څخه نيولي په اداره او مديريت کې ترکمزورتيا  او په کار کې تر نه ځواکمني پورې داپه  داسې حال کې ده چې دانتخاباتو په کميسيون کې دمالي فساد اوله قانون څخه دسرغړونې دځينو موادو او ستونزو په باره کې نيوکې شتون  لري او عدلي بنسټونه دهغو په څيړنې بوخت دي .
خلک طرحه کوي چې په انتخاباتي کميسيونونوکې ناغيړى  ددغو کميسيونونو اعتبار ته زيان رسولى دى او هغه ترخې تجربې چې خلکو له تيرو وختونو څخه دهغوى دکړنو په اړوند په ذهنونو کې لرلې بيا ژوندى کړي دي خلک  طرحه کوي چې دموکراسي او ولسواکۍ  دانتخاباتو له لارې ترلاسه کېږي انتخابات په هره ټولنه کې د دموکراسۍ بنسټ دى چې بايد دقانون له صراحت  سره سم رعايت شي .
دغه راز ددغه شان حالت دوام دولت دوګړنى ادارې  په تمثيل کې دخلکوپه وړاندې کمزورى  ښيي په داسې حال کې چې  دولت دانتخاباتو ترسرهکولو لپاره خپل مکلفيتونه ترسره کړي دي ددې بهير مالي لګښت يې برابر کړي دي دهغه دامنيت په تامينولو کې پروګرام جوړ کړى دى خپله بيطرفي  يې  يقيني  کړې ده دانتخاباتي کميسيونونو دخپلواکوالى هويت ته يې درناوى کړى دى
دولتي مامورينو ملکي او نظامي  ته يې دانتخاباتو په بهير کې له لاسوهنې   څخه خبر دارى ورکړى دى  او نور اقدامات په دغه شان حالت کې انتخاباتي کمسيونونه  په خپله دخپل کار ځواب ورکوونکي  دي نو لازمه ده چې په بشپړ امانت داري سره  خپل کار پاى ته ورسوي او د تلې دمياشتې داته ويشتمې  نيټې دانتخاباتو په اړوند  تاويل او ماويل او  انديښنې  پاى ته ورسوي .
   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته