فرهنګ

حسينه صافۍ : کابل ښار وياړلى تاريخ او فرهنګ لري .

کابل باختر د سلواغې  څوارلسمه :
دواټونو دنومولو دکميسيون غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرستې  حسينې صافۍ په مشرۍ جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغونډې په پيل کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې  دواټونو دنومولو دکميسيون  غړو ته په خطاب کې وويل  چې کابل ښار وياړلى   تاريخ اوفرهنګ لري هغه واټونه چې په کابل کې  نومول کېږي بايد دواټ دتاريخ په پام کې نيولو او دواټونو  دتاريخي نومونو په ساتنې سره  عمل وکړي .
په همدې ترتيب کابل ښاروالۍ دکابل ښار دلومړى او څلورمې ناحيې  دواټونو او سړکونو دنومولو کار بشپړ کړى دى  او په دې باب يې  غونډې ته  يو رپوټ وړاندې کړ .
په دې غونډه کې په اجندا کې دنورو نيول شويو موضوعګانو په باب  هم  خبرې وشوې او په ټولو برخو کې  لازم تصميمونه ونيول شول .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته