۱۰۰ ورځې

يو بهرنى کتوونکى ووژل شو او يو شمېر نورکتوونکي له افغانستان څخه ووتل

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
د افغانستان د انتخاباتو شفاف مرکز خبردارى ورکړى دى: که چيرې د انتخاباتو د بهرنيوکتوونکي د فزيکي امنيت د تامينولو په نسبت پاملرنه ونه شي؛ دغه کتوونکي به له افغانستان څخه ووځي .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دانتخاباتو د شفاف مرکز يا (فيفا) يو تن مسول ويلي دي چې په کابل سرينا هوټل له تروريستي بريد وروسته چې د نوروز په شپه ترسره شو؛ په ملي ديموکراتيک انستيتوت پورې اړوند يو بهرنى کتوونکى ووژل شو. دا کار د دې سبب شو چې د دغه نړيوال مرکز يو شمېرکتوونکي له افغانستان څڅه ووځي.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون په افغانستان کې د انتخاباتو د کار د بهير دڅارنې په مقصد د درې سوه زرو تنو کورنيو او بهرنيوکتوونکو په شتون باندې ټينګار کوي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رييس ضيا الحق امرخيل په دې اړوند د باختر آژانس خبريال ته وويل: نشي کولاى دکابل سرينا هوټل له پيښې وروسته له يو شمېر بهرنيو کتوونکو بيا راستنيدل تاييد او يا رد کړي او په دې اړوند له دوى سره رسمي اړيکې نه دې نيول شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته