سیاست

دايران دبهرنيو چارو وزير کابل ته راورسيد

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
دايران داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير نن کابل ته راورسيد.
دکابل له هوايي ډګر څخه  دباختراژانس دخبرله مخې،  کابل ته دډاکتر علي اکبرصالحي دسفر هدف  دايران اوافغانستان دګډ کميسيون په څلورمه غونډه کې ګډون دى  چې سبا په کابل کې جوړيږي.
په دې غونډه کې دافغانستان اوايران  ترمنځ دسياسي ، تجارتي  اوترانزيتي اړيکو دپراختيا اودچاه بهار بندر دمسلي په باب  خبرې کيږي  اودغه رازدايران دبهرنيو چارو وزير په کابل کې  ددوه ورځني استوګنې په موده کې په تجارتي ، ترانزيتي اوفرهنګي برخو کې له افغان مقاماتوسره يولړتفاهم ليکونه لاسليک کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته