ټولنه

د ننګرهار زرګونو اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړولو او د لسګونو څاګانو په کیندلو سره د ننګرهار د زرګونو اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبه برابرې شوې.
د اوبو رسولو دغه شبکه او څاګانې د سره رود، شینوارو او هسکې مینې ولسوالیو په لرو پرتو سیموکې جوړې شوې دي؛ هغه ځای چې تراوسه د کلیو اوسېدونکو د څښاک اوبو ته لاسرسى نه درلود او د ناپاکو اوبو په استفادې سره کلونه کلونه په بېلابیلو ناروغیو اخته کېدل.
د ننګرهار د کلیو د بیارغاونې او پراختیا رییس امان الله میاخېل باختر آژانس ته وویل چې د اوبو رسولو د یوې شبکې او د ۲۵ څاګانو په جوړېدو سره، په سره رود، شینوارو او هسکې مینې ولسواليوکې څه ناڅه ۴۰۰۰ اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
هغه وویل چې د دغې شبکې او د اوبو د څاګانو په جوړولو کې ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلى دى.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته