ورزش

د نجونو د فوټبال د الف ليګ سيالۍ دوام مومي

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٥
په کابل کې د نجونو د فوټبال د الف ليګ سيالۍ نن په دوولوبو سره دوام مومي.
دفوټبال فدراسيون د خپرونو غړي شمس اميني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د اتحاد ټيم دسنګر له ټيم سره او دکابل کلپ ټيم د آشيانه له ټيم سره لوبې کوي.
د اميني د څرګندونو له مخې: د نجونو د فوټبال د الف ګروپونو سيالۍ له يوې اوونۍ را په دې خوا د اتو ټيمونو ترمنځ د فوټبال فدراسيون په لوبغالي کې دوام لري چې هره ورځ په دوو لوبو سره دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته