پنجشير باختر دزمري دمياشتې ٨ :
د جندر کمېټه په پنجشير ولايت کې جوړه شوه .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه کمېټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت له خوا د بازارک ښاروالۍ ته د سلامشورې د ورکولو په مقصدجوړه شوې ده.
د پنجشير ولايت د ځوانانو د چارو رئيس روح الامين رحيمي په خبروکې وويل چې دغه کمېټه رئيس، منشي او نهه تنه غړي لري .
رحيمي زياته کړه چې د جندر کمېټه به له دې وروسته دپاکۍ اوصفايۍ د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو په جوړولو او عمومي اشر په برخوکې د بازارک له ښاروالۍ سره هر اړخيزه همکاري وکړي.
8 د یوې دقیقې څخه لږ